پنجاب پر وړاندې د افغاني سراسري غورځنګ اړتیا
سرلوڅ مرادزی    سرلوڅ مرادزی

          د جولای په ۱۸ مه د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي په يوه ځانګړې مرکه کې ازادۍ راډيو ته وويل : « دوه مياشتې کيږي د پاکستان له لوري د کونړ پر سرکاڼو، شيګل، دانګام او ناړۍ ولسواليو د توپونو توغندي راويشتل کيږي .» ددې توغندیو شمېر د دوشنبې د ورځې تر دولسو بجو پورې چې د جولای د ۱۸ مې نېټې سره سمون خوري۸۰۷ توغندیو ته رسیږي . ویل کیږي په دې توغندیو کې یوازې د کونړ په ولایت کې ۴۰ تنه ولسې وګړي شهیدان او ۲۲ تنه ټپیان شویدي . د جولای په ۱۸ مه د دوشنبې په ورځ هم په داسې حال کې چې د زرداري په مشرۍ پنجابي پلاوی کابل کې میلمه او د ولسمشر کرزي سره په خبرو لګیا و ، کونړ ولایت د پنجابي توغندیو تر باران لاندې او ۱۵ توغندي ددې ولایت په بېلا بېلو سیمو لګیدلی دي .

د پلپسې توغندیو له کبله ولسې خلکو خپل کورونه پرېښي او نن سبا دا خلک له ډيرو ستونزو سره لاس او ګريوان دي !
د
روان کال د فبرورۍ په دریمه د پنجاب جنګي الوتکو د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ کې د عامه وګړو کورونه او ځیني امنیتي پوستې بمبار کړې وې . روسته بیا دا حملې لا پسې وغځیدي تر دې چې د ننګرهار د سرحدي ملیشو قومندان جنرال امین الله امر خېل اړشو چې یا دې مرکزي دولت د پنجاب پر وړاندې وړ سیاسي او پوځي ځواب ورکړي او ده ته دې د بل المثل غبرګون اجازه ورکړي او یا به دی پخپل سر د پنجاب پر وړاندې پوځي یرغل پیل کړي .   .

همدارنګه پنجابي ملیشو او سرتېرو د فبرورۍ په دوهمه د خوست د ګوربزو ولسوالې پر امنیتي پوستو ډزې کړې وي چې هغه مهال د افغان وسلوالوځواکونو لخوا ورته وړ ځواب ورکول شوی و .

روسته بیا خوست کې د سرحدي پوليسو د لومړي لوا قوماندان محمد ګل رسنیو ته وويل چې یوازې په  تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۱۱ توغندی لګېدلی دي . هغه زياته کړه چې دا توغندي د عليشېرو ولسوالۍ پر ببرک تاڼې او د ګربزو ولسوالۍ پر غلام خان سيمو لګېدلي دي .

په اقتصادي او سوداګریز ډګر کې هم  پنجابي واکمنان یوخوا افغاني چارواکو سره د همکارۍ ژمنه کوي خو بلخوا د افغاني سوداګرو ګاډي پاکستان کې دننه بند او درولي ساتي . په دې وسیله افغانان له خوږې ګوتې نیسي ، ترڅو د پنجاب شرطونه چې افغانستان کې به دولت د پنجاب ګوډاګی دولت وي او د دوی په لارښوونه به چلیږي ، ومني .

په هېواد دننه هم د پنجاب وسلوال یرغل د مذهبي سخت دریځو او ترهګرو په بڼه یو نوی او خطرناک لوری خپل کړی . د هېواد د ملي شتمنیو د بنسټونو د هر اړخیزي ویجاړۍ او د افغانانو د ټولوژنې روسته پنجاب ، د افغانانو د مشرانو او سرکښانو ټولوژنې ته مټې رابډ وهلي دي . یوازې په څو تېرو ورځو کې يي د سر سر کسانو په وژلو سره افغان دولت او افغاني ټولنه د نوي ګواښونو او ننګونو سره مخ کړې ده .

پنجاب چې څو تېرو لسیزو کې يي افغانستان له بیخه نړولی او د افغانانو د وینو لښتي او بیالې يي بهولي ، په هیڅ بیه چمتو نه دی له افغانستانه لاس واخلي . پنجاب د افغانانو سوګند خوړلی دوښمن دی . افغانان باید د پنجاب په هیڅ پلمه ، دوه مخۍ او شرارت تېر نه وځي .

که دوښمن دې مخ کې خم شي غافل مه شه

د لیندې په غبرګېدو غشی تاو اخلي

علي خان

کله چې د پنجاب په اړه خبره کیږي دلته موخه ، د افغانستان په وړاندې د پنجاب ستراتیژي ، ملیتاریستي او شوونیستي سیاستونه تر پام لاندې دی . پنجاب اوس هم د افغانستان په وړاندې خپله زړه ستراتیژی نه ده بدله کړې . پنجاب لا هم مذهبي توندلاري او ترهګر د خپل ملیشه ځواک د یوې برخې  پتوګه د افغانستان په وړاندې د خپلې زړې ستراتیژۍ د پلیتابه لپاره کاروي . پنجاب په افغانستان او سیمه کې د مذهبي خلافت خوبونه ویني . د همدې موخې لپاره پاکستان کې مذهبي توندلاري او ترهګر روزي ، پالي او تر غاښو يي په وسلو سمبالوي او افغانستان ، هند او کشمیر ته يی د وژنې او ویجاړۍ لپاره لیږي .  

پنجاب افغانانو ته وايي چې یا به د ترهګرو حکومت منۍ چې هغه به هم د پنجاب په تال ګډیږي او که دا نه منۍ نو تاسو به یاست او مرګونه ، هدیري به وي او ستاسو هډونه ، تاسو به یاست بدبختي او کډوالي ، توغندي به وي او ستاسو کلي !

ستاسو د اسلام او کفر د فتوی ټاپه پنجاب سره ده ، که د پنجاب پر وړاندې مو سر وښوراوه ، په همغه دم به ټول کافر یاست . هر څوک چې تاسو کې روښانه ، په سیاست پوه او د سر سړی پیداکیږی پنجاب حق لري چې پر هغه د کفر پریکړه وکړي او د هغه سر وریبي .

فکر کیږي چې اوس به افغانانو ټولو دا خبره منلې وي چې پنجاب د افغانانو د سټې او شتون دوښمن دی . افغاني روڼ اندو خو دا خبره لا مخکې منلې وه . په پنجاب کې اووه  او په ایران کې اتو جهادي تنظیمونه به هم په دې خبره سر خلاص شوی وي چې پنجاب او ایران د خپلو ملي ګټو دوستان دي نه د افغاني ګټو !

نورو ساده افغانانو خو په غوښو ، رګونو او وینو پنجاب پېژندلی چې د افغانانو د بیخ او ریښې دوښمن دی .

اوس پوښتنه دا ده چې افغانان دې د پنجاب پیژندلو ته څه وخت  نور هم منتظر پاتې شي او یا په تېرو ۴۰ کلونو کې  د پنجاب په اړه د افغانانو پېژندپوهه بشپړه شوې ده ؟

که دا پېژندګلوي اوس بشپړه وي او دا چې ۴۰ کاله سر پر سر پنجاب زموږ کور افغانستان وران کړی او د لکونو افغانانو په وژلو مجرم دی اوس به افغانان پنجاب سره څه کوي ؟

دا چې اوس هم هره ورځ په کونړ ، ننګرهار ، نورستان ، خوست ، پکتیا او نورو ولایتونو او ولسوالیو توغندي راولي او بېګنا افغانان شهیدوي  پنجاب سره څه کول پکار دي ؟

دا چې په کور دننه د سر سړي او مشران راوژني پنجاب سره به څه کوو ؟

دا او د پنجاب د دوښمنیو په اړه په لسګونو او سلګونو نورو پوښتنو ته باید افغانان ځواب پیداکړي !

د خوشحال بابا ځواب دادی :

افغانان چې نور څه فکر کا ناپوه دي

بې له تورې خلاصی نشته په بل کار

ــــــــ

که اسمان دې د زمري په خوله کې ورکا

د زمري په خوله کې مه پریږده همت

که څه هم پنجاب زمری نشي ګڼل کېدای او هغه له اصله ګېډړ دی ، خو دا موږ خپله افغانان یوو چې له ګېدړه مو زمری جوړ کړی .

اوس باید افغانان د پنجابي ګېدړ په ضد راټول او تکل وکړي .

د پنجاب د تېریو او بدماشیو په وړاندې د کونړ ، ننګرهار ، خوست ، پکتیا او کابل ولایتونو او د هېواد د ځینو نورو ولسوالیو زړورو خلکو په غونډو او لاریونو سره خپل غبرګون وښود . همدارنګه افغانانو د اروپا او امریکا په ځینو ځایونو کې لاریونونه وکړل او دا لړۍ به دوام پیدا کړي . په ولسې او مشرانو جرګه کې هم  هېوادپالو استازو پنجاب وغانده . په افغاني تلویزیونو ، بریښناپاڼو او نورو رسنیو کې هم د پنجاب غندنه دوام لري . که څه هم دا ټول خوځښتونه او غبرګونونه ستاینوړ دي خو حالات د پنجاب پر وړاندې د ډېرو نورو څه کولو غوښتنه کوي .

د پنجاب پر وړاندې باید افغانان خپلمنځي اختلافات یوې خواته پریږدي او ټول د افغان تر سپيڅلي نوم لاندې بېله کوم توپیره په یوه سراسري افغاني غورځنګ کې راټول شي .

د ژغورنې په افغاني او هېوادني غورځنګ کې باید ټول افغانان که هغه پخواني چپیان ، منځلاري او ښيلاري جوړوي ، که طالبان او یا ځان د جهاد او مقاومت پلویان بولي بېله توپيره راټول شي او پنجابي دوښمن ته یو سوک او یو سنګر شي .

د تروریزم د مرکز پنجاب پر وړاندې جهاد پر ټولو افغانانو فرض شوی دی . دا ریښتینی او سپيڅلی جهاد دی !

 د ترهګرۍ او پنجاب پر ضد په دې خوځښت کې باید له افغانانو سربېره ، په سیمه کې د ترهګرۍ ضد ځواکونه او هېوادونه او همدارنګه نړیوال ځواکونه همسنګر شی .

تاریخ د ترهګرۍ او د هغه د بنسټګر پنجاب پر ضد مبارزه د افغانانو پر اوږو ایښې ده !

افغانان باید په دې مبارزه کې د بري لپاره پر ځان د سیمې او نړۍ  د ترهګرۍ ضد ځواکونه راټول کړي او په یوه افغاني ، سیمه ایز او نړیوال مارش پنجاب دا د نړۍ د تروریزم مرکز نسکور او افغانستان ، سیمه او نړۍ د شرارت له دغه مرکز څخه د تل لپاره خوندي کړي !

اخځونه :

ــ ځینې بریښناپاڼې

 


July 24th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات